اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) پاكستان يو ځل بيا په نړيواله ټولنه غږ كړے چې هغه دې سيمه ايز صورتحال خرابولو او په سوئيلي اسيا كښې امن او استحكام ته په خطرو ورپېښولو د هند ??حاسبه وكړي. د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل د هند آر اېس اېس- بي جے پي حكومت د پاكستان په ضد د منفي پروپېګنډې كمپائن، غېر ذمه واره اقداماتو او په منطقه كښې امن او امان خطر سره د مخ كولو په وجه په نړيواله كچه بې نقابه شوے. وياند ??وئيل نړيواله ټولنه دې د صورتحال نوټس واخلي او هند دې ??پل?? عملونو لپاره ذمه وار وګرځوي. ده ووئيل د ارناب ګوسوامي واټس اېپ چېټ منظر عام ته د راتللو په اړه اوسني پېشرفت د پاكستان په ضد د هند ??اوړه عزائم څرګند ??ړي او د پاكستان پخوانے دريځ ئې رښتيا ثابت كړے. د مقبوضه جمو كشمير صورتحال په اړه وياند ??وئيل د اګست د پنځمې نېټې كال 2019م د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو نه پس په مقبوضه كشمير كښې مواصلاتي بندېز، مېډيا بلېك آٶټ او د بشري حقونو څخه سرغړونې په 535مه ورځ هم روانې دي. وياند ??وئيل د آر اېس اېس- بي جے پي حكومت په مقبوضه كشمير كښې د سول سروسز د هند خاص رياستونو سول سروسز سره ادغام كړے كومه چې د نړيوالو قوانين خلاف ورزي ده. وياند د ك??ميري لارښود شبير احمد شاه په ضد د جعلي مقدمو غندنه وكړه او د ه??ه په ضد ئې د ټولو تورونو بېرته اخستلو، په نورو كشميري مشرانو د تشدد مخ نيوي او د ه??وي د راخوشې كولو غوښتنه وكړه. وياند ??وئيل پاكستان د ك??مير لارښود محمد ياسين ملك راخوشې كېدو لپاره په نيويارك كښې يو اېن سېكرټري جنرل ته مراجعه كړې. وياند د شاهين تهري مېزائل په كاميابه تجربه ټول قوم له مباركي وركړه او وې وئيل د شاهين تهري كاميابه تجربه د سائنسدانانو او انجينئرانو د محنت نتيجه ده. وياند ??وئيل د هند ??ه جودھ پور كښې د يوولسو پاكستانو هندوانو په قتل هند ??ومه مرسته نه ده كړې. د بشري حقونو وزيرې شېرين مزاري هم د يوولسو هندوانو په قتل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كميشن ته خط ليكلے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ??وئيل د متحده عرب امارات پاكستان لپاره د وېزو معامله به ډېره زر حل كړې شي. حكومت د كورونا واكسين اغستو لپاره د ك??بينې خاص كمېټي تشكيل كړې. د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وياند ??وئيل هند د دې نه وړاندې هم د پاكستان په ضد كمپائن او تخريب كارې كښې ككړ پاتې شوے ، د ا??وپ??ئي اېتلاف ډس انفو لېب د هند ??كروه څېره نوره هم د نړۍ په وړاندې بې نقابه كړې. ده ووئيل د هند اوسنے حكومت ډېر غېر سنجيده دے، پاكستان د هند د ه?? ډول ځواب وركولو صلاحيت لري