اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د كشمير مسئله نړيواله شخړه او فليش پوائنټ دے٬دا نه شو وئېلې چې دوه اتومي قوتونه د زور د لارې دا حل كو??ې شي٬پاكستان څو وارې په مقبوضه وادۍ كښې د هندي پوځ لخوا په تش لاسې كشميري اولس د ظلم او زياتي په بابله نړۍ خبر كړی ۔د كشمير مسئلې حل له به نړيوالې ورورولۍ له خپل كردار ترسره كول وي۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چي??ل سره په خبرو كښې هغه وو??يل د مودي سركار لخوا د پورته كړو ګامونو په ضد كروندګرو غږ پورته كړے او په ګرد هند كښې كروندګرو سره خواخوږي ښكاره كو??ې شي۔شاه محمود قرېشي وو??يل مودي سركار كروندګرو سره د چل ول هڅه كړې او هغوي يې خبرو له بللي ٬د كروندګر يرولو له د هغوي د مهمو لارښودو په نښه كولو هڅې وكړی شوې خو د هند حكومت په دې ټولو چالونو كښې ناكامه راغلے۔۔خارجه وزير وو??يل مودي حكومت د كشميري اولس غږ غلي كولو له په دوي ظلم او زياتې وكړو خو كشميرے اولس خپل بنيادي حق او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره مضبوط ولاړ دے او د هغوي د آزادۍ تحريك روان دے۔هغه وو??يل د كشمير مسئله يو حل غوښتنونكې مسئله ده او د دې حل د خبرو اترو د لارې ممكن دے كه د هند دريځ مضبوط دے نو هغه د خبرو اترو عمل نه ډډه ولې كوي۔هغه وو??يل هند د كشمير مسئله حل كول نه غواړي٬پاكستان نړۍ ته څو وارې دا باور وركړے چې دا يوه خطرناكه مسئله ده او نړيوالې ورورورلۍ له به د دې پخوانۍ ستونزې لرې كولو له خپل كردار ترسره كول وي