کولمبو 24 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په درناوي كښې د سري لنکا د پارليمان سپيکر مهندا ياپا ابے وردانا او ?? سري لنکا د لوبو او ځوانانو چارو وزير نمل راجه پاکسا د ماسپخښين ميلمستياﺀ وركړې۔ وزيراعظم عمران خان ته د سپورټس مېن په حيثيت سر?? د ??يرزوئنو وړاندي كولو دستوره هم وشوه چې پكښې د سري لنکا وزيرانو، پارلماني غړو او لوبغاړو ګډون وكړو۔ وزيراعظم عمران خان ت?? د ??وبو وزير د اړخه د اعليٰ معيار سپورټس کمپليکس تجويز هم وړاندي كړے شو كوم چې ب?? د ??زيراعظم عمران خان په نامه جوړولې شي۔ دستوره كښې وزيراعظم عمران خان ته د کرکټ کيريئر په اړه دستاويزي فلم هم وښودلے شو چې پكښې وزيراعظم عمران خان ته د کرکټ په وخت كښې د سري لنکا لوبغاړو پيرزوئنې وړاندي كړي۔وزيراعظم عمران خان په خپل اعزاز كښې د دستورې د منتظمينو مننه وكړه او ?? سپورټس مېن په توګه ئې د خپلو يادونو ذكر وكړو۔ده ګډون كوونكو ته ووئيل ما د كركټ د لارې مقابله کول زده كړي او ?? خپلو صلاحيتونو په سوب د يو سياسي ګوند په قيادت کولو او ?? پاکستان وزيراعظم جوړيدو جوګ?? شوے يم۔ وزيراعظم د پوهنتون د ګريجويټ په حيث هم د سري لنکا دورې ذكر وكړو۔ ده په پاکستان كښې د سري لنکا ورلډ کپ ګټل هم د وياړ وړ وګرځولو۔ دغسې د سري لنکا د لوبو وزير وزيراعظم عمران خان ته يادګاري نشان هم ےكړو۔ وزيراعظم عمران خان هم هغه ته د خپل لاسيك كړے بيټ ډالۍ كړو