اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د جمعې په ورځ د سېلګرې درې ورځنې كورنۍ مېله پېل شوې. په دې درې ورځنې مېله كښې به د اسلام آباد او نزدې سيمو وګړي د تفريح غوره اسانۍ ولري او وفا??ي وزيرانو وئيلي دي وګړو لپاره د وزيراعظم په سپارښتنه ??ا ښكلې مېله منقد شوې. په مېله كښې د ماشومانو او د مېرمنو د خوښې ايونټس شامل دي، وګ??و ته خواست دے چې په بشپړه توګه دې مېله كښې ګډون وكړو. د جمعې په ورځ د اسلام آباد په اېف نائن پارك كښې د دې ښائسته مېلې د پرانستې دستوره وشوه. په مېله كښې د اطلاعات او خپرونو وفا??ي وزير سېنېټر شبلي فراز، د هوابازې وفا??ي وزير غلام سرور خان، د توان وزير عمر ايوب خان، د بين الصوبائي رابطې وفا??ي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا، د منصوبه بندې او پرمختګ وفا??ي وزير اسد عمر، د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال زلفي بخاري او د پاكستان پېراګلائيډز اېسوسي اېشن مشرانو پشمول وګړو په لويه شمېره ګډون وكړو. په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفا??ي وزير شبلي فراز ووئيل وګړو لپاره د وزيراعظم په خاص هدايت دا ښكلې مېله جوړه كړې شوې. په مېله كښې ملكي او غېړ ملكي استازي ګډون كوي. د مېلې اهتمام نجي څانګې كړے او حكومت ئې بشپړه مرسته كړې. ده ووئيل پېراګلائنډنګ ګران شوق نه ??ے، ځوانان دې په دې لوبه كښې برخه واخلي. په دې موقع وفا??ي وزير ډاكټر فهميده مرزا ووئيل په وړومبي ځل سپورټس او د سېلګرې څانګې سره په ګډه فېسټول كوو. د اسلام آباد او پاكستان اولس د مباركې حقدار دے . فېسټول د دې خبره څرګندونه ??ه چې په هېواد كښې د امن او امان صورتحال ډېر ښه دے. د دې مېلې په كولو پېراګلائيډز اېسوسي اېشن ته مباركي وركوم. هغې ووئيل په دې فېسټول ډېره خوشحاله يم. زمونږ په بلنه ?? دبئي څخه په هره څانګه كښې نوم پېدا كوونكې سكينه هم راغلې. وفا??ي وزيرې وګ??و ته خواست وكړو چې په دې مېله كښې په ښه ډول ګډون وكړي.دغسې نورو وفا??ي وزيرانو او چارواكو هم په مېله د خوشحالې څرګند??نه كړې