اسلام آباد۔29 مارچ(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په ضد ودرېدونكې اپوزيشن ټوټی ټوټې شوې۔ پاکستان ډېموکرېټک موومنټ (پی ډی اېم) كښې نون ليګ او پي پي پي د يو بل نه ټول عمري له جدا شوي دي۔ اصل پرېكړه به فضل الرحمن له كول وي۔ كورونا تندۍ سره خپرېږي۔ لاک ډاؤن د اېن سی او سی كار دے۔ عمران خان د سیاست كپتان هم دے هغه سره ولاړ يم۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل پ?? ورځ په اسلام آباد اېكسپرېس وے د قائد اعظم يادګاري پورټرېټ پرانستې نه وروسته ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ په اسلام آباد اېكسپرېس وے د قائداعظم پورټرېټ يو وارې بيا جور كړے شوے دے۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد وو??يل په 60 ورځو كښې به قائد اعظم آرکائیو جوړ كړؤ۔ د اسلام آباد هر يو پارك به 15 ورځې پس رینوېټ كوؤ۔ دا ښار به د باغونو او پاركونو ښار جوړؤ هغه وو??يل پی ډی اېم كښې (ن) لیګ او پی پی پی ټول عمري له د يو بل نه جدا شوي دي۔ اصل پرېكړه به مولانا فضل الرحمن صاحب كوي۔ دا ټول د وزيراعظم په ضد ولاړ وو او تس نس شول۔ هغه وو??يل دا وخت دې چې د ټاكنو په اصلاحاتو كار وكړے شي۔ هغه وو??يل وزیرِاعظم عمران خان د سیاست هم كپتان دے٬هغه سره ولاړ يم۔ عمران خان سره راغلے يم او هغه سره به ځم۔ هغه وو??يل بې وزلو له مو د پاسپورټ موده 10 كاله كړې ده۔ هغه وو??يل پېنډۍ او اسلام آباد كښې ميډيا ټاؤن جوړؤ۔ وفاقي وزير وو??يل كورونا تندۍ سره ??خ په خپرېدو ده٬ لاك ډاؤن د اېن سي او سي كار دے۔ وفاقی وزیر وو??يل چینی سکېنډلز ته شهزاد اكبر ګوري او په لاك ډاؤن اېن سي او سي كار كوي۔ زما دې سره څه كار نشته۔ نه د چا وزارت كښې لاس وهنه كوم او نه څوك خپل وزارت كښې لاس وهنې ته پرېږدم۔ هغه وو??يل سبا اېپس راوړؤ٬ په يو ځائې د 18 كلونو نه ناست افسران بدلوؤ او ددوئي په ځائې نور افسران په ځائې كوؤ۔ د هغوي انټرویو شوې دي او كوم افسران چې بهر دي هغوي هم دلته راغواړؤ۔