اسلام آباد 15 اپرېل (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه پنجاب نه پس په خېبرپښتونخوا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شويِ دي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 118 كسان مړه شوي دي كومو كښې چې 45 كسان په وينټي ليټر مو??ود وو۔ د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا نور 5 زره 395 كېسونه رپورټ شول۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د كورونه ټول 64 زره 685 ټېسټونه شوي٬تراوسه په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شوو كسانو شمېره 6 لكه 46 زره 652 ته رسېدلې ۔ په ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كووېډ كوم رنځور په وېنټي ليټر نشته٬په ټول هېواد كښې 509 رنځوران په وينټي ليټر مو??ود دي او د فعاله كيسونو شمېره 77 زره 294 ده۔ د ځپليو شمېره 7 لكه 39 زره 818 ??ه او د حق رسېدل??و ټوله شمېره 15 زره 872 ته رسېدلې۔ تراوسه په هېودا كښې د كووېډ 1 كروړ 9 لكه 42 زره 771 ټېسټونه شوي۔ دغسې كووېډ لپاره په بېل كړې شويو 630 روغتونونو كښې د 5 زره 106 رنځورانو درملنې روانې دي