اسلام آباد۔18اپرېل (اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي ناموس رسالت به زيان له ورنكړو او نه به د ناموس رسالت په شان كښې كومه ګستاخي قبوله كړؤ۔ مجبورا ً مو ځينې ګامونه پورته كړي دي۔ حكومت به خپله عملداري په ځائې كوي۔ 192 ځايونه بلاك كړې شوي وو۔ يو پاتے دے باقي مو ټول كليئر كړې دي۔ يو ځائې كښې حالات كړكېچن دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ د سستا بازار دورې پ?? مهال ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ داخله وزير ووئيل سي ډي اے سستا بازارونه لګولي دي۔ داخله وزير ته ډپټی کمشنر حمزہ شفقات په دې موقع د دې بازارونو په اړه بريفنګ وركړو۔ داخله وزير هدايت وكړو چې اولس له دې دا ډول نور ارزان بازارونه پرانستلې شي۔ د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې هغه ووئيل كالعدم تنظيم 192 ځايونه بلاك كړې وو۔ دې كښې 191 کلئر شوي دي٬ يو ځائې كښې لا مسئله شته او حالات كړكېچن دي۔ هغه ووئيل د كالعدم ګرځول كېدو نه وروسته اكاؤنټس منجمد كولے شي۔ په تګ راتګ بندېز لګولې شي۔ آئی ډی کارډز بلا?? شي۔ د درې ورځو نوټس مو وركړے دے٬ په يوه مياشت كښې ځواب وركول وي۔ د قانون وزار?? د ??العدم تنظيم تحليل كولو حوالې سره كار كوي۔ د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې هغه ووئيل دا مهال ??وم مذاكرات روان نه دي۔ دوه درې مياشتې مو مذاكرات وكړل ولې د هغې هېڅ نتيجه رامخې ته نه شوه ولې چې كالعدم تنظيم په ??وم هم صورت خپله ايجنډا نه پرېږدي۔ حكومت به خپله عملداري په ځائې ساتي۔ د يوې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې هغه ووئيل ناموس رسالت به زيان له ورنكړو او نه به د ناموس رسالت په شان كښې كومه ګستاخي قبوله كړؤ۔ وزيراعظم په دې معامله خپل په زړه پورې دريځ خپل كړے دے او هغه پرله پسې پ?? دې معامله خبره كوي۔ په دنيا كښې ژوند كولو له مو مجبورا ً ځيني ګامونه پورته كړي دي۔ بنېز مو لګولے دے۔ خلق شهيد او مړه شوي دي۔ په 20 اپرېل به د كالعدم تنظيم تحليل كولو پرېكړه كابينه كوي۔ د يوې بلې پ??ښتنې پ?? ځواب كښې هغه ووئيل د پېنډۍ ٬ اسلام آباد په شمول ګرد هېواد نن هم پرانستے دے او د روانې مياشتې پ?? 20 مه نېټه به هم پرانستې وي۔ د جهانګير ترين او د هغه د ملګرو په اړه د پوښتنې پ?? ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل ترین ګوند سره دے او وي به او دا معامله به سړه شي۔