اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي كاب??نې غونډه د ن??ې په ورځ وشوه. غونډه تحريك لبيك پاكستان سره د خبرو اترو د پرمختګ څخه خبره كړې شوه، وزيراعظم د الېكټرانك ووټنګ مشين او بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو عمل په زر ترسره كولو زور راوړے، غونډه په دې لړ كښې تر اوسه د شوي پرمختګ څخه هم خبره كړې شوه، وفاقي كاب??نې په پاك اېران پوله ماركيټونه جوړولو لپاره اېران سره د تفاهم يادښت لاسليك كولو منظوري هم وركړې. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي كاب??نې غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل وفاقي كاب??نې د خزانې وزير په توګه په كابينه كښې د شوكت ترين د ګډون هركلے كړے. د غونډې په پېل كښې وزيراعظم عمران خان د الېكټرانك ووټنګ مشين او بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو عمل په زر ترسره كولو زور راوړے او غونډه په دې لړ كښې تر اوسه د شوي پرمختګ څخه خبره كړې شوه.وفاقي وزير ووئيل كابينه د تحريك لبېك پاكستان سره د مذاكراتو د پرمختګ څخه هم خبره كړې شوې. د نيوكليئر او بائيولوجيكل وسلو په اړه د سامان ، ټېكنالوجې او د آلاتو وغېره برآمد قابو كولو په اړه د ملګرو ملتونو د سېكورټي كونسل قرارداد 1540 موثر عمل درآمد لپاره د پاكستاني حكومت عزم په لا موثره ډول عملي كولو له د كابينې سټ??ېټجك اېكسپورټ كنټرول ډويژن ته د ځ??نې اختياراتو وركولو منظوري هم وركړه چې دغسې په دې لړ كښې په وخت پرېكړې وكړې شي. وفاقي وزير ووئيل كاب??نې په هېواد كښې د خوراك څښاك د بنيادي ضروري څيزونو په اړه په وخت پرېكړې كولو لپاره د مركزي ډېټا بېس جوړولو منظوري وركړه. په دې لړ كښې كاب??نې د مجوزه قانون اصولي منظوري وركړې. كاب??نې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو مرستياله مشن (UNAMA) او یونیسیف درخواست تر مخه د كراچې نه تر كابل د څو كانټينرو د ترسيل د اجازې منظوري وركړه. ډاكټر عشرت حسېن كاب??نې ته د وفاقي پايه تخت د حجم، د كار طريقه كار، په بېلا بېلو محكمو او وزارتونو كښې د افرادي قوت او دا شمېره تر منطقي حد راوستلو لپاره د كاب??نې د اداره جاتي اصلاحاتو د كمېټې لخوا جوړ كړي وړاندېزونه وړاندې كړل. كاب??نې ته ووئيل شول په دې وخت كښې په وفاقي پايه تخت كښې نهه لكه پنځه پنځوس زره ملازمان كار ??وي. په كال 20-2019م كښې 565,000 سیکرټیریټ او اړوندو څانګو كښې او 390,000 ملازمین په خودمختار، نیم خودمختاراو کارپوریشنز كښې كار ??ولو. كاب??نې ته ووئيل شول په دې نهه لكه پنځه پنځوس زره ملازمانو كښې 95 فيصد د 1 نه تر 16م ګرېډ ملازمان دي. كاب??نې ته ووئيل شول د 11-2010 نه تر كال 17-2016 د سركاري ملازمانو شمېره 829,000 وه او په يو كال (2016-17) كښې ناڅاپي 137000 ملازمان بھرتی كړے شول. په دې كښې پنځه اتيا فيصده بهرتې د وفاقي حكومت په سېكرټرېټ او ذيلي ادارو كښې شوې او 21 زره بهرتې په خودمختاره ادارو كښې شوې. د اطلاعات وزير تر مخه كاب??نې ته ووئيل شول د اوسني حكومت لخوا د سركاري ملازمانو د شمېر ريشنلائز كولو په هڅو كښې تر اوسه په مجموعي توګه د 28 اربه روپو بچت شوے. په دې لړ كښې پرېكړه شوې چې د اي فائلنګ او اي آفس نظام نه پس به د افسر او سټ??ف شرح 1:3 هدف مرحله وار باوري كولې شي. وفاقي وزير ووئيل دغسې په غونډه كښې د اقتصادي رابطه كمېټې د 7 او د 14 اپرېل كال 2021م په غونډو كښې د شوو پرېكړو توثيق هم وكړے شو.