اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د شهدو پېداوار او معيار زياتوالي لپاره د شهدو مچ?? ساتلو په لړ ??ښې د جديدو طريقو په خپلولو زور راوړلو سره وئيلي دي د مچ?? ساتونكو كسانو استعداد زياتولو سره د شهدو پېداوار او معيار ښه كېدے شي، حكومت به د شهدو مچ?? ساتنې ډاډګېرنې او اسانيو لپاره د وزيراعظم د كامياب جوان پروګرام له مخې قرض وركوي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان ??ښې د مچو ساتنې ودې په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې. په غونډه ??ښې د آل پاكستان مګس بان و مګس فروش اېسوسي اېشن صدر نديم قاسمي?? د ??اكستان زرعي تحقيقاتي كونسل چيئرمېن ډاكټر محمد عظيم خان، د خېبر پښتونخوا د ځنګلات ، ماحوليات او ځنګلي حيات سېكرټري اسلام زېب?? د ??ركيلې سېكرټري، محمد اسرار او نورو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو. غونډې ته په خپله وېنا ??ښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان اب هوا او د نباتاتو اعلٰی معيار شهد جوړوول لپاره موزون ده او د مچ?? ساتلو د لارې خلقو ته د روزګار وركولو او د زرمبادله ګټلو لوي صلاحيت موجود دے. ده ووئيل د شهدو پېداوار او معيار ښه كولو لپاره دې د مچ?? ساتلو جديدې طريقې خپلې كړې شي. ده ووئيل د مچ?? ساتنې پرمختګ لپاره به د نيوټك او ټيوټا پشان تربيتې ادارو ??ښې به د اعلٰی درجې تربيه وركولې شي. صدر هيله څرګنده كړه چې د حكومت ١٠ بلين ټري سونامي په نتيجه ??ښې به د مچ?? ساتنې ماحول ښه كېدو له مرسته تر لاسه شي. صدر ټولو اړوندو ډلو ته ووئيل چې هغوي د شهدو پېداوار او برآمدات زياتولو لپاره د دې څانګې ستونزې هواري كړي. د اېسوسي اېشن صدر نعيم قاسمي د څانګې د ستونزو په اړه غونډې له بريفنګ هم وركړو.