اسلام آباد۔30اپرېل (اے پی پی) د پاکستان او هنګري ترمينځه د زده كړو څانګه كښې د مرستې حوالې سره لوظنامه لاس ليك شوې۔ د لوظنامې له مخې به هنګري حكومت خپلو پوهنتونونو كښې لوړو ز??ه كړو لپاره پاكستاني زده كوؤنكو ته 200 وظيفې ??ركوي۔ په لوظنامه د لاس ليك دستوره د جمعې په ورځ خارجه وزارت كښې وشوه۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په موجودګۍ كښې د لوظنامې د تفاهم يادښت د پاكستان لخوا د زده كړو وفاقي وزير شفقت محمود او د هنګري لخوا د هنګري خارجه وزير پیټر لاس ليك كړو۔ خارجه وزير پاكستاني زده كوؤنكو ته د وظيفو په وركولو د خپل هنګري همڅنګ مننه وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هنګري د كال 2016ﺀ نه د لوړو ز??ه كړو كمېشن د لارې پاكستاني زده كوؤنكو ته خپلو پوهنتونونو كښې لوړو ز??ه كړو ترلاسه كولو له وظيفې ??ركوي۔