اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي)د وزيراعظم ?? مذهبي همغږۍ خاص مرستيال او د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي سع??دي عرب سره په ايمان او عقيده اډانه د ورورولۍ اړيكي لرو، وزيراعظم به د سع??دي عرب خپلي دوري په مهال د سع??دي عرب اعليٰ قيادت پشمول پاکستانيانو سره ملاقاتونه كوي، د او آئي سي هېوادونو سفيرانو سره ملاقات كښې وزيراعظم زور راوړے چې اسلامي هېوادونه دي په اسلامو فوبيا شريك موقف اختيار كړي، د فلسطين مسئله ، اسلامو فوبيا او د توهين رسالتﷺ په ضد د پاکستان موقف په ټوله نړۍ كښې ستائېلے شوے۔د تيرو 7 مياشتو په مهال هېواد كښې ?? مذهب توهين كومه پېښه نه ده رامخي ته شوې ، هېواد كښې ټولو اقليتونو ته بشپړه مذهبي آزادي ترلاسه ده، اروپائي ائتلاف قرارداد د زمكيزو حقائقو په ضد دے، مونږ د هغي غندنه ك??و۔?? دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پرېس کنفرنس كښې وكړه۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل د مسلمانانو د ټولو مسئلو حل وحدت او به اتحاد كښې دے، نن وزيراعظم د اسلامي مرستي تنظيم هېوادونو سفيرانو سره ملاقات كړے او هغوي سره ئې په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ وزيراعظم په سفيرانو زور راوړے چې اسلامي هېوادونه دې په ګډه موقف خپل كړي،لويديزو هېوادونو له به باور كول وي چې مونږ څه ډول د نبي پاكﷺ سره مينه لرو۔ وزيراعظم ووئيل اسلام د امن او سلامتيا دين دے، دا د ترهه ګرۍ سره تړل لو?? ظلم دے۔ حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل سفيرانو وزيراعظم له د ميډيا په اړه هم تجاويز وركړي او د وزيراعظم سوچ او فکر ستائلو سره ئې وئيلي دي په دې حقله به هر ډول مرسته كولې شي