لاهور 06 مئي (اے پي پي) وزيراعظم ??مران خان وئيلي دي چې د نوي پاكستان هاٶسنګ په پروژه كښې به وفاقي حكومت هر ډول ممكنه مرسته كوي. د زيارت په ورځ د وزيراعظم ??مران خان په مشرې كښې په پنجاب صو??ه كښې د كم امدن طبقې لپاره د كم لګښت كورونو وركولو د پروژو پرمختګ په اړه غونډه وشوه. په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب، د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار، د كورونو صو??ائي وزيړ ميا محمود الرشيد، د خزانې صو??ائي وزير مخدوم هاشم جوان بخت، د نوي پاكستان هاٶسنګ اېنډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټېننټ جنرل﴿ړ﴾ انور علي حېدر او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې د پروژو په اړه بېلا بېلو تجويزونه وړاندې كړے شول. ګډون كوونكو ته د اختر نه پس د بېلټنګ او د كورونو په جوړولو كښې د نجي څانګې د شركت په اړه بريفنګ وركړے شو. وزيراعطم عمران خان د پنجاب هاٶسنګ اېنډ ټاٶن پلاننګ اېجسنې لخوا د تجويز شويو ځايونو ستائنه وكړه. وزيراعظم ووئيل چې د نوي پاكستان هاٶسنګ پروګرام له مخې به وفاقي حكومت په پنجاب كښې د كورونو جوړولو د پروژو بشپړه مرسته كوي.