اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د فلسطيني اولس حقونو او د دوي جائز هڅو لپاره د پاكستان د دائمي ملاتړ غزم ښودلې. ده د دې عزم څرګندونه د فلسطين صد?? محمود عباس سره د ټيليفوني خبرو په ??ها?? كړې. وزيراعظم عمران خان د فلسطين صد?? سره د فلسطين په اوسني صورتحال خبرې وكړې. ده د فلسطيني اولس حقونو او د دوي جائز هڅو لپاره د پاكستان د دائمي ملاتړ غزم څرګند كړو. وزيراعظم په مسجد اقصٰی كښې په بې ګناه لمونځ كو??نكو د بريدونو او په غزه كښې د اسرائيل لخوا د وژونكو فضائي بريدونو سخته غندنه وكړه د كو??و په نتيجه كښې چې د ماشومانو پشمول ګڼ شمېر وګړي په حق رسېدلي دي. وزيراعظم د فلسطين صد?? ته د بشري حقونو او د نړيوالو قوانينو د داسې خلاف ورزو په ضد د نړيوالې ټولنې فعاله كو??و لپاره د پاكستان د هڅو كو??و باور وركړو. ده د بحراني صورتحال په ??ها?? د پاكستاني مشرتابه لخوا د ب??پړ ملاتړ پخلې وكړو. صد?? محمود عباس د پاكستان د ملاتړ هركلې وكړو او د پاكستاني مشرتابه د غبرګون او بيانونو ئې ستائنه وكړه كو?? چې په غزه او مسجد اقصٰی كښې د اسرائيل د بريدونو غندنه كو??. ده وزيراعظم د اوسني پېشرفت څخه خبر كړو او د راتلونكي وخت په اقداماتو ئې خبرې وكړې. دواړو مشرانو په روان صورتحال په نزدې مشاورت روان ساتلو اتفاق وكړو.