اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډا??ټر عارف علوي د نامتو فنكار فاروق قېصر په مړينه خواشيني ښودلې او وئيلي ئې دي چې ارواښاد په پاكستان كښې د فن په څانګه كښې لوي خدمات ترسره كړي دي. ارواښاد د خوښ شوي كردار انكل سرګم د لا??ې م??مې سماجي ستونزې په ډاګه كړې دي. په خپل ټويټ كښې صدر مملكت ووئيل چې د نامتو مصنف، اداكار او فنكار فاروق قېصر په مړينه ډېر غم جن شوے يم. ده ووئيل چې د ارواښاد مړينې سره په پاكستان كښې د فن مهم باب بند شوے. صدر مملكت دعا وكړه چې ??وي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.