اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به نن د شورو په ور?? د مومند بند دوره كوي او د روان كار جاج به اخلي،په دې موقع به د واپډا چيئرمېن ليفټيننټ جنرل (ر) مزمل حسين په منص??به د پيشرفت په اړه وزيراعظم له بريفنګ وركوي۔د وزيراعظم دفتر ميډيا هاؤس لخوا جاري بيان له مخي د مومند ډيم د بنياد تيګه وزير اعظم عمران خان په 2 مئي 2019 اېښودې وه۔ مومند ډيم په سوات درياب قبائلي ضلع مومندو كښې جوړيږي۔ دا كڼ مقاصد لرونكې منص??به د سيلابي صورتحال قابو كولو ، كركيلي او شهري ضروريات لپاره د اوبو ذخيره كولو ، آرزانه او د ما??ول دوسته برېښنا پيدا كولو صلاحيت لري۔د 309 اربه څخه به زياتو (309.6) اربه روپو د جوړيدونكې مومند بند اوچتوالے به 213 ميټر وي چې پكښې د 1.293 مليونه ايكړ فټه ا??به ذخيره كولو ګنجائش وي او 800 ميګاواټ برېښنا به پيدا كيږي۔برېښنا ، ا??به خور او سيلاب څخه بچ كيدو په لړ كښې به پاكستان ته د مومند ډېم بشپړيدو نه پس د كال 51 اربه روپۍ ګټه رسي۔د وزيراعظم عمران خان په خاص خوښۍ لرلو او هدايات په دې منص??به په تندۍ سره كار روان دے كوم چې د كورونا وباء باوجود هم د تعطل ښكار شوے نه دے۔ واپډا دا منصوبې په خپل ټاكلې وخت تر كال 2025 بشپړولو له لوظي ده ۔وزيراعظم عمران خان به په پېښور كښې د نيا پاكستان هاؤسنګ پروګرام ترمخه شاهي بالا، ريګي للمه پېښور كښې د كم لګښت فيملي فليټس خواري كښو له وركولو دستوره كښې د خاص ميلمه په حېث ګډون كوي۔دا منص??به د خېبر پښتونخوا حكو??ت د سيوري لاندي چې پكښې 2056 فيملي فليټس د مالكانه حقونو په بنياد د صوبې رجسټرډ وركرز له وركولې شي۔ فليټس به قرعه اندازۍ له مخي وركولې شي چې پكښې درې فيصده كونډو او دوه فيصده معذوره كسانو لپاره كوټه وي۔په دې منص??به كښې د 30 كلاس رومز سكول هم شامل دے۔وزيراعظم به په دې موقع خطاب هم كوي