اسلام آباد۔24مئی (اے پی پی) د قامي روغتيا پارليماني سېكرټري ډاكتر نوشين حامد وئيلي دي د حكومتي اقدامات او پالېسۍ نتيجې رامخې ته كېږي او د كورونا كېسونه مخ په كمېدو دي۔ خپل يو بيان كښې ه??ې ووئيل حكومت 7 کروړه وګړو ته د وېكسين لګولو هدف ټاكلے دے ۔ه??ې ووئيل د روان كال تر پايې به مونږ سره د وېكسين 7 کروړه خوراكونه موجود وي۔ ه??ې ووئيل دغې نه وروستو به مونږ هارډ اېميونټي پلو روان شؤ چې ورسره به د وبا خپرېدل كم شي۔ ه??ې ووئيل مونږ سره د وېكسين كوم كمے نشته۔ د اېكسټرا زنيكا اولني خوراك نه وروستو د 3 نه تر 4 مياشتو وخت وركولې شي دغې نه ورستو دويم خوراك وركولې شي۔ بيا??م د اېكسټرا زنيكا نور خوراكونو ترلاسه كېدو په صورت دا موده كمېدې هم شي۔ ه??ې ووئيل د سائنو فارم دويم خوراك لپاره د درېو اونيو ټائم وي او دا مونږ په خپل ټاكلي وخت وركوؤ۔ ه??ې ووئيل د کینسیو بائیو ټرائلز تېر كال پاكستان كښې شوے د كوم چې ښې نتيجې رامخې ته شوي او چين سره د د??ې وېكسين د نور مقدار ??غستو په بابله لوظنامه شوې ۔ دا يو سنګل ډوز وېكسين دے۔ ه??ې ووئيل چين سره د 29 لکه خوراكونو لوظنامه شوې كومو كښې چې د يو لك 24 زره وېكسين اولنے كھېپ راغلے دے