اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي وزيراعظم عمران خان د قام سره د احتساب په اړه د خپلو كړو لوظونو څخه به چرې هم شاته نه شي ٬وزيراعظم عمران خان د قانون حكمراني قائمه كړی٬د علي ظفر رپورټ څخه د جهانګير ترين په ضد په تحقيقات كوم فرق نه پريوځي٬د ملاقات په مهال د بېرسټر علي ظفر او بېرسټر شهزاد اكبر خبره مستند ګڼم۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د يو نجي ټي وي چينل په پروګرام كښې د خبرو په مهال كړې۔ده ووئيل د شوګر سكينډل په اړه جوړ كړي كمېشن خپل سفارشات وړاندې كړي او د دې سفارشاتو په بنياد اېف آئي ??ے د شوګر ملز په ضد اېف آئي ??ر درج كړے او په هغې كاروائي پېل شوې۔ ده ووئېل جهانګير ترين په سياسي توګه يو نوموړے شخصيت دے ځكه په مېډيا د هغه ذكر كېږي٬پاتې د چا په ضد چې كاروائي كېږي د هغوي په حقله به پېشرفت په ډاګه كېږي۔ده ووئيل بېرسټر علي ظفر يوازې د جهانګير ترين ګروپ د اړخه د كړو ګيلو پلټنې كولې٬د بېرسټر علي ظفر رپورټ د اېف آئي ??ے پلټنو ي?? د ??دالت په وړاندې د جهانګير ترين كيس سره هېڅ تعلق نه لري دغه ټول څيزونه په خپل خپل ځاے دي ۔ ده ووئېل د بېرسټر علي ظفر كار يوازې د جهانګير ترين ګروپ د ګيلو په حقله معاملات كتل وو۔د وزير مملكت ووئيل وزيراعظم عمران خان د فرق نه غې?? د ??حتساب په حقله يو اعلٰی مثال جوړ كړے د چا تعلق چې د كوم هم ګوند سره وي د چا په ضد چې څه دا ډو?? كيس رامخې ته شي نو پلټنې به كېږي او اړوندې ادارې به پلټنې كوي٬ټول به قانون سره مخ كېږي