ملتان 02 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي پيپلز پارټي د ذوالفقار علي بھټو ھغه پارټي نه ده بلكې دا د زرداري پارټي شوې ٬ د ذوالفقار علي بھټو نظريات ښخ كړے شوي٫ د پيپلز پارټۍ په سندھ كښې د حكومت كولو دا 12م كال دے٬ د سندھ دننه حالات ډېر خراب دي٬ سندھ كښې کرپشن آسمان ته ر??ېدلے ٬ په هره اداره كښې كرپشن كېږي٬ په دې حالاتو كښې چې تاسو څومره هم د ترقۍ چغې اووهۍ وزن پكښې نه وي٬ واورئ په ر??تلونكو ټولټاكنو كښې به سندھ څخه هم پيپلز پارټۍ ختمه شي او سندھ كښې به هم راتلونكے اقتدار د پي ټي آئي وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ملتان كښې د بېلا بېلو يونين كونسلو دورې په مهال پلاوي سره په ملاقات او دستورو ته خپله وېنا كښې وكړه۔ده ووئېل اوسني حكومت ته ټول بحرانونه په ميراث كښې پاتي دي٬ پېل كښې ډېرې ستونزې وي٬ حكومت سختې پرېكړې وكړې٬ اولس ګرانۍ سره مخ شو، خو مونږ معيشت ته سهارا وركړه او مونږ د لوي څښتن په فضل او كرم سره د ترقۍ په لور روان يوو٬ شرح نمو كښې اضافې سره به هېواد كښې سوكالي راشي او د ملازمتونو نوې موقعې به ر??مخې ته شي۔ده ووئېل نن د ترسيلات زر شرح د برآمدات نه زياته شوې ٬ په رېكارډ ترسيلات زر رالېږلو د بهر مېشته پاكستانيانو مننه كوٶ۔ ده ووئيل مونږ غ??اړ?? چې بهر ميشته پاكستانيان د هېواد د جمهوريت په وده او سياسي سفر كښې شامل وي٬ مونږ دوي د هېواد د سياسي عمل برخه جوړول غ??اړ?? كومې لپاره چې مونګ دوي ته د ووټ حق وركول غ??اړ?? خو اپوزيشن په دې لاره كښې خنډان جوړېږي۔ ده ووئېل شهباز شريف چې كوم تجويز وركړے ھغه د عمل وړ نه دے٬ نن داسې ټېكنالوجي موجود ده د كومې په كارولو چې بهر هېوادونو كښې مېشته پكستانيان د هېواد مرسته هم كولې شي او شراكتدار هم جوړېدے شي۔ ۔ ده ووئيل امريكا يو مهم هېواد دے چې ورسره مونږ ښې اړيكې لرو٬ خو د دې مقصد دا نه دے چې زمونږ عزت نفس نشته ٬ مونږ د برابرۍ په بنياد اړيكې غ??اړ??۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن زمونږ وړومبۍ ترجيح ده ٬ مونږ د افغان اولس د تكليف احساس لرو٬ هلته امن د منطقې په ګټه دے ٬ مونږ نه غ??اړ?? چې افغانستان كښې دې نور جنګ وي او نه هلته حالات خراب غ??اړ?? كه هلته حالات خراب شي نو د افغانستان نه پس به پاكستان زيات ځپلے كېږي۔ ده ووئېل په افغانستان كښې د امن ذمه واري د افغان مشرانو ده ٬ مونږ افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت زياتول غ??اړ??٬ د نوو لوظنامو سره به د د??اړ?? هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم يو په دوه شي۔۔